امنیت

په کندهار کې درې ښځې ووژل شوي .

دکندهار ولايت  په ژيړي ولسوالۍ کې دايساف د ځواکونو ديو هاوان دلګيدو له امله درې تنه ښځې  ووژل شوي او دوه تنه نوري  ټپيانې شوي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې  قربانيان ديوي کورنۍ غړي دي  .

 دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه پيښه پرون دکندهار ولايت دژيړي ولسوالۍ  په نلغام کلي کي رامنځته شوه چې دايساف  دځواکونو يوهاوان په دي سيمه کې  په يوه کور ولګيد او له امله يي ديوي کورنۍ درې ښځې  ووژل شوي او دوه نور يې  ټپيانې شوې .

  خبرځاى زياته کړه په دې اړوند دڅيړنې په مقصد يو هئيت دژيړي ولسوالۍ ته استول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته