امنیت

په کندهار کي دطالبانو ديومشهور سيمه ييز قوماندان نيول کيدل

په کندهارکې دطالبانو سيمه ييز قوماندان ملانورالدين پرون دافغان ځواکونو له خوا ونيول شو.

دغه قوماندان تيره شپه دژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې  په يوپټنځاى  کې ونيول شو.

دامنيتي مسوولينو دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې په قوماندان نورالدين پورې اړوند شپږتنه  نورهم له يوې اندازې چاويدونکو توکو اويوشمير جنګي وسايلو سره نيول شوي دي.

دکندهار ولايت په خبرپاڼه کې دخپرو شويو معلوماتوله مخې هغه عمليات چې دطالبانو  ددغه قوماندان دنيونې په مقصد پيل شوي و له نښتې پرته په برياليتوب سره پاى ته رسيدلي دي.

نورالدين په ژيړۍ او شاوخوا ولسواليو کې ډيرخطرناک  قوماندان بلل کيده.

په خبرپاڼه کې په قوماندان نورالدين  تورلگول شوي دي چې دلسگونو ملکي وګړو په وژلو او دافغان او ناتو دځواکونو پرخلاف په ورانکارو اوتروريستې بريدونو او ماين ايښودنو کې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته