امنیت

په کندهارکې په لس ګونو جريبه ځمکه کې کرل شوى کوکنار واړول شول.

پوليسو په کندهار ولايت کې په پنځوس جريبه ځمکه کې کرل شوى کوکنار واړول .

دغه کوکنار پرون په ارغنداب ولسوالۍ کې دملي پوليسو او دنشه يي توکو پرخلا ف دمبارزي دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې اړول شوي دي .

دکندهار ولايت درسنيو ددفتر  په خبرپاڼه کې چې باختر اژانس ته   رسيدلي ويل شوي دي دغه عمليات به په ارغنداب ولسوالۍ کې دنورو کوکنارو داړولو لپاره هم دوام وکړي .

   په خبرپاڼه کې دوړاندې شوي شمير له مخې افغان ځواکونو دکال له پيل څخه تراوسه پوري څه ناڅه په يو سلو پنځوس جريبه ځمکه کې کرل  شوي کوکنار اړولي دي او هم يې  دنشه يي توکو په لسګونو قاچاق وړونکي نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته