کابل/ د کب ٢٤ مه / باختر
په کندز کې د هېواد د یوولسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پیل شوې.
د کورش پهلوانۍ مسوول استاد محمد انور باختراژانس ته وويل: دغه سيالۍ د کورش غيږنيونې فدراسيون له لورې د بدني روزنې رياست او د روشن مخابراتي شرکت په مالي او تخنيکي همکارۍ د هېواد د شمال او شمال ختيځ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې دي.
هغه زياته کړه، دغه سيالۍ به دوه ورځې دوام وکړي او د کندز په ګډون د هېواد د ١١ ولايتونو غيږ نيونکي به په کې له يو بل سره سيالي وکړي.
\ ذ