خبرونهامنیت

په کندز کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

د کندز د علي آباد او خان آباد ولسواليو پر ځينو برخو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۷ طالبان ووژل شول.

د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کندز د خان آباد ولسوالۍ پر ځينو برخو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او نښتې لا هم دوام لري.

رحماني زياته کړه چې تراوسه د سرې قطعې د يو قوماندان په ګډون ١۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې د کندز د علي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو بريدونه له ماتې سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١۵ نور يې ټپيان شوي دي.

رحماني زياته کړه: په دغو بريدونو کې يو امنيتي منسوب شهيد شوی او درې نور يې ټپيان شوي دي.

ختم-شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته