خبرونهامنیت

په کامرې سمباله الوتونکي په غور کې ښکار شوه

٤٨- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د غور ماشومانو يوه الوتونکي چې په استخباراتي وسايلو سمباله وه ، د فيروز کوه ښار ته څېرمه د کنويوال د کلي د پاسه ښکار کړ.
د غور امنيه قوماندان وحيد الله نظامي باختراژانس ته وويل دغه الوتونکي د جمعې په ورځ د فيروزکوه ښار په مربوطاتوکې د کنويوال د کلي د پاسه په استخباراتي او د فلم اخيستلو په کمرې سره لېدل شوې ده .
نظامي وويل دغه الوتونکې د کنويووال د خلکو له خوا تعقيب او ښکار شو.
هغه وويل په دې اړه تحقيقات پيل شوي دي.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته