خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې د ځاځي ښارګوټي په ساحه کې څه باندې ۱۶۸جریبه غصب شوې دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

کابل، د وري ۱۹مه، باختر

د عدليې وزارت د کابل په ختیځ کې د ځاځي ښارګوټي په ساحه کې د څه باندې ۱۶۸ جریبه غصب شوې ځمکې د استرداد خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې، د کابل ښار په ۲۲مه ناحیه کې د حبیب الله ځاځي پارک او ښارګوټي د څه باندې ۹۴۰ جریبه ځمکې پرسر د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره، د هغه ۵۲۲ جریبه ځمکې د سندونو او قبالو له مخې شخصي او پاتې یې امارتي وبلله.

سرچینې زیاته کړه، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې په موخه اختصاصي محکمې ته استولې وه، چې یادې محکمې د موجودو سندونو، قبالو، دلایلو او شواهدو په بررسۍ سره، د دغې ځمکې ۵۲۲ جریبه شخصي او پاتې یې امارتي وبلله.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس، په یاده ساحه کې څه باندې ۱۶۸ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور را منځته شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې یاد کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو دولتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبانو او زورواکو او له غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته