ورزش

په کابل کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
کابل پرون د بايسکل ځغلونې د سياليو کوربه و.
دغه سيالۍ د بايسکل ځغلونې د نړيوالې ورځې په مناسبت او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په خاطر ترسره شوې .
په دغو سيالیو کې ۱۰۰ ورزشکارانو د اولمپيک له ملي کمېټې څخه د تايمينيو تر هنګرانو څلورلارې پورې ۲۵ کيلومتره واټن وواهه.
د بايسکل ځغلونې فدراسيون يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغو سياليو په پاى کې درېو مخکښو ورزشکارانو ته جايزې ورکړل شوې.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته