کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ مولوي نداء محمد ندیم په کابل پوهنتون کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ کیلومتره سړک د بیارغونې او جوړېدو چارو د پیل پرانیسته وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي وايي چې په دغه پروژه کې په کابل پوهنتون کې د ۳.۵ کیلومتره سړک جوړېدو او ۴.۵ کیلومتره سړک بیارغونې چارې شاملې دي.
هاشمي زیاته کړې چې په یادو مراسمو کې شیخ مولوي نداء محمد ندیم وویل چې د یادو سړکونو په بیارغونې او جوړېدو سره به په کابل پوهنتون کې د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي کې د کابل پوهنتون ابادۍ لپاره یو لړ نورې پروژې هم ترلاس لاندې لري.