کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالۍ برمله کې د کابونولسو میلیونو افغانیو په
لګښت دروغتون دجوریدوکارپیل شوچې مالي لګښت يې د مالي لګښت یې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورکول کیږي.
د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت وويل: د خوشالۍ ځای دی چې نن د دغه ولايت په سرحدي ولسوالۍ برمله کې د یوه روغتون د جوړېدو کار پیل شو.
ښاغلي وحدت وويل: د دغه روغتون په جوړېدو سره به د لري پرتو ولسوالیو ټولې هغه ستونزې چې د روغتیا په برخه کې یې لري هوارې شي.
وحدت دغه راز زياته کړه چې په پکتيکا کې د روغتيا په برخه کې لا ډېرو امکاناتو او صحي توکو ته اړتيا لري تر څو یې د پکتیکا ولسونو ته سم او په وخت روغتیایی خدمتونه وړاندي کړي وي.
دی وایي: د دغه ورغتون د جوړېدو په چارو خوا وشا نولس میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې د یو کال په اوږدو کې بشپړې شي.
د برملې اوسیدونکو د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت څخه د مننې ترڅنګ وغوښتل چې په برمله کې له ډېرو کلونو راپه دېخوا د روغتیا، پوهنې او بیارغونې کارونه نه دي تر شوي که دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وشي نو ښه به وي.