خبرونهښوونه او روزنه

په پکتيا کې د دوو ښوونځيو زده کوونکي ميزونه اوڅوکۍ ترلاسه کړې

٣٢- کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان وايي چې د دغه ولايت په ګرديز ښار کې په دوو ښوونځيو ٣٠٠ ميزونه اوڅوکۍ وويشل شوې .
د پکتيا د پوهنې رييس عبدالنصير حکمت وايي چې د پاملرنې موسسې ولايتي دفتر د دغه ولايت د پوهنې رياست په همغږي د ٧٤٨زره افغانيو په لګښت ٣٠٠ ميزونه اوڅوکۍ د بالاده د نجونوليسې او د حضرت بلال د هلکانو له ليسې سره مرسته وکړه.
د پاملرنې موسسې ولايتي مسوول قاضي سبحان الله عظيمي وويل چې دغه مرستې په راتلونکې کې به هم د دغه ولايت له نورو ښوونځيو سره وشي.
ختم_ شکريه-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته