کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
په پنجشېر کې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
د پنجشېر د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول هارون عنابي باختر آژانس ته وويل چې له رسنيزو او فرهنګي بنسټونو څخه د دغه ولايت د سيمه ييز مقاماتو ملاتړ د دې سبب شوى دى چې په پنجشېر کې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي پېښه رامنځته نه شي.
هغه زياته کړه چې د خبريالانو د ملاتړ ترڅنګ د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د دغه ولايت په کچه د خبريالانو د ستونزو د څېړنې په خاطر هره مياشت د سيمه ييزو مقاماتو په ګډون رسمي غونډه جوړوي.
ختم- ج – اکرم