امنیت

په پروان کې يو تن له وسلو سره ونيول شو

کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
د پروان امنيتي ځواکونو د وسلو د ساتنې په تړاو د يو تن د نيولو خبر ورکړ.
پوليس وايي چې دغه وسلې تېره شپه د جبل السراج ولسوالۍ د استوګنې له يو کور څخه د عملياتو په بهيرکې کشف او ترلاسه شوې.
له دغه کور څخه لسګونه سپکې او درندې وسلې او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالواسع رحيمي باختر آژانس ته وويل چې نيول شوی کس د هغه کور خاوند دى چې وسلې پکې ترلاسه شوې دي.
تراوسه روښانه نه دى چې نيول شوى سړى د ډار اچوونکو او روانکارو ډلو غړى دى او يا هم د وسلو پلورونکى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته