کابل/ د چنګاښ١٠مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې يو زرو ٤٨٥ تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي.
د هغه شمېر له مخې چې نن د دغه وزارت له خوا خپور شو په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس اخته ٧٧ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت شمېرني ښيي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو له پيل څخه تراوسه پورې د دغه ويروس ١٢٧زره ٢٦٤ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي . په دې موده کې يوازې ٨٣٤ ناروغان روغ شوي دي .
دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې ډير ژر د امريکا متحده ايالاتو مرسته شويو واکسيونونو په کارولو سره د کرونا واکسين نوى پړاو پيل کړي.
\ ذ