خبرونهTOPټولنهروغتیا

په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د پولیو واکسین لومړی فرعي کمپیان پیل شو

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر 

د عامې روغتیا وزارت نن په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د پولیو لومړي فرعي کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نړیوالو ادارو په ملاتړ دغه پیل شوي پروګرام د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې پلي کېږي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۷،۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد فرعي کمپیان به د جنوري له ۲۹ څخه د فبروري تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري. 

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ټول توان سره په هېواد کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو په موخه هڅې روانې دي. 

سرچینې په دې برخه کې د خلکو همکاري مهمه بللې او د همکارۍ غوښتنه یې ورڅځه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې هېڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په واکسین سره شونی دی او دغه ویروس د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا هم مرګ سبب کېدای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته