خبرونهټولنه

په هېواد کې د نیالګیو اېښودلو پسرلنۍ ملي کمپاین پیل شو

کابل، د کب ۱۵مه، باختر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هېواد کې د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاین نن د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پیل شو. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یادو مراسمو کې وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله سخت زیانمن شوی او د نیالګیو اېښودل کولای شي چاپېریالي ستونزې تر ډېره بریده حل کړي. 

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو انتقال په تړاو هڅې پيل کړې او له هېوادوالو څخه هم غوښتنه کوي، چې د اوبو مصرفولو په برخه کې مسوولانه چلند وکړي.

هغه همدارنګه وویل چې افغانستان ورځ په ورځ د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه ګامونه اوچتوي او په روان کال کې د تازه مېوو د صادراتو په برخه کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل چې د هېواد د سمسورتیا په موخه يې د اسلامي امارت له بیا واکنۍ وروسته تر اوسه پورې د هېواد په کچه ۸۲ میلیونه نیالګي اېښودل شوي دي. 

عمري زیاته کړه، چې د کرنې وزارت په تېرو دوو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ سیستم د عصري کولو په موخه د دوی له لوري ګړندۍ هڅې روانې دی.

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ د سمسورتيا او زرغونو سيمو د ساتنې رئيس مولوي عبدالوکيل متوکل وویل چې ۲ ميليونه نيالګي توليد لري او په روان کال کې به د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې کېنول شي.

چارواکو د نیالګیو اېښودلو د سږني کمپاین د پیل په مراسمو کې له هېوادوالو څخه هم غوښټنه وکړه، چې نیالګي کېنوي او د پالنې او ساتنې په برخه کې یې له حکومت سره همکار پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند د یادو مراسمو په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې د سږني پیل شوي کمپاین په لړ کې به په ټول هېواد کې تر ۲۰ میلیونه ډېر نیالګي کېښودل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته