سیاست

په هيواد کې دعاشورا په ورځ دچاودنو په غندلو کې د جمهوررييس دمرستيال استاد محمد کريم خليلي پيغام

دافغانستان مسلمان او ويښ ملت  !

په ژورې  خواشيني سره چې نن دکابل ښار  دابوالفضل زيارت په گډون دهيواد په ځينو سيمو کې يولړ چاودنې وشوې او له امله يې يوشميرملکي  او بي دفاع خلک چې دکربلا دشهيدانو  په درناوي راټول شوي و، شهيدان او ټپيان شول.

 ددغو عزيزانو دشهادت له امله  دافغانستان مسلمان او غمجن ملت په تيره بيا دهغوى کورنيو ته دډاډ ګيرنې او خواخوږي مراتب څرگندوم اودلوى خداى ج له دربارڅخه هيله کوم چې دغه قربانيان دکربلا له شهيدانوسره محشور کړي .

 زه دغه شان انساني اواسلامي ضدعملونه  چې په ترڅ کې يې دزيارت  او دمتبرکه اماکنو په حرمت  او دديني شعايرو ددرناوي اوماتم په حال کې دبي دفاع وګړو ، ښځو او ماشومانو په ژوندانه  بريد وشو په کلکه غندم  اويادونه کوم چې دافغانستان دثبات اوآرامي دښمنان په دغه شان وحشيانه عملونوسره  هيڅکله نه شي کولاي دافغانستان دمسلمان ملت په تسخيرنه منوونکې ارادي باندې بريالي شي او د ورورولي  او يووالې اودهميشني ثبات او ارامي دتامينولو په لاره کې ددوى ديون مخه ونيسي .

دافغانستان دعزت او اقتدار دښمنان نه غواړي چې موږ په پرمختګ او ترقي برلاسي شو له دې امله دخپلو دغه شان کرغيړنواو ناوړو عملونو ته درسيدو لپاره له هرې وسيلې څخه کار اخلي  . يوه ورځ زموږ په مقاماتو او مخورو  کسانو بريد کوي او بله ورځ په ملکي وګړو او آن په بيګناه ماشومانو اوښځو .

زه دهيواد له ويښو او هوښيارو خلکو او ماتم لرونکو اودټټري وهلوله ډلې څخه په کلکه غوښتنه کوم  چې ددغه شان دسيسو په وړاندې  چې زموږدهيواد دمسلمانوخلکو ترمنځ دنقاق او دښمني دپيداکولو په مقصد  ترسره کېږي هوښيار او ويښ و اوسي او دزغم  په ساتنې سره له هر راز احساساتي حرکت څخه چې ددښمن په ژرنده اوبه واچوي  ډډه وکړي .

دافغانستان دښمنان  له  هغې ورورولي ، يووالې اوپيوستون څخه چې نن ورځ ددې هيواد دخلکو ترمنځ شته ځوريږي هيله لرم چې دغه شان ناوړې پيښې نه يوازي دغه يو والې او ورورولي کمزوري نه کړي ، بلکې  زموږ ليکې له پخوا زياتي پياوړي  او ټينګي کړي .

زه دکربلادشهيدانو او دهغو مسلمانانو او ماتم لرونکو پاک روح ته  چې دهغوى دشهادت په کاليزه کې په کابل ، مزارشريف  او کندهار کې په مظلومانه ډول شهيدان شول درود ليږم او ددغو پيښو ټپيانو ته  دلوى خداى ج له دربار څخه دسملاسي روغتيا هيله کوم او دهيواد له امنيتي ځواکونو څخه غواړم  چې ددغو نه بخښوونکو جنايتونو عاملين اومسببين په ډير لنډ وخت کې ونيسي  اودقانون منګولو ته يي وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته