خبرونهټولنهروغتیا

په هلمند کې د لسګونو روږدو درملنه وشوه

کابل / د وري ۳ مه / باختر

په هلمند کې په نشه يي توکو لسګونه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په جنوب کې د هلمند مرکزي زندان د روږد د درملنې په سترمرکز بدل شوی دی. په دغه زندان کې په نشه يي توکو لسګونه روږدي تر درملنې لاندې دي.

د هلمند د مرکزي زندان مرستیال مولوي عبدالستار رحماني باخترآژانس ته وویل چې  په نشه يي توکو د ۱۷۰ روږدو کسانو درملنه شوې او عادي ژوند ته راستانه شوي دي. په خبره یې له دې وړاندې هم د سلګونو کسانو درملنه شوې او رخصت کړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په یاد زندان کې اوس هم سلګونه روږدي تردرملنې لاندې دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته