امنیت

په هلمند کې دوه ماشومان ټپيان شول

دهلمند ولايت په ګرشک  ولسوالۍ کې دماين په چاودنه کې دوه تنه ديارلس او دولس کلن ماشومان ټپيان شول .

 دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغو ماشومانو هغه وخت دګرشک ولسوالۍ دسپين جومات په سيمه کې  په وآټ کې له يوه ماين سره ټکر وکړ چې غوښتل يي  په کرونده کې خپل پلار ته ډوډي او اوبو وليږدوي چې له امله يې دواړه ماشومان ټپيان شول .

 خبرځاى زياته کړه  ټپيان دهلمند ملکي روغتون ته ليږدول شوي  او دروغتون روغتيايي چارواکو دهغو ي روغتيايي حالت ښه بللي دي .

  دسيمه ئيزو  چارواکو دڅرګندونو له مخې ماين  دتروريستانو  له خوا ايښودل شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته