خبرونهامنیت

په هلمند او ننګرهار کې ۵۸۸ سرتېرو زده کړې بشپړې کړې او فراغت لیکونه یې ترلاسه کړل

کابل / د کب ۲۹ مه / باختر

په هلمند کې ۳۸ او په ننګرهار کې ۵۵۰ سرتېرو مسلکي او نظامي زده کړې بشپړې کړې او فراغت لیکونه یې ترلاسه کړل.

د ننګرهار دغه سرتیري چې د افغانستان په ختیځ کې له پوځي قطعاتو څخه دي په پوځي او عقیدتي برخو کې یې زده کړې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رییس مولوي عبدالکریم حسیب د دغو پوځيانو د فراغت په مراسمو کې له دوی څخه وغوښتل چې د امنیت د تامینولو، د ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع لپاره هڅې وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا څخه تر اوسه په درېیو دورو کې څه باندې ۱۰۰۰ پولیسانو د ننګرهار په نظامي  اکاډمۍ کې پوځي او عقیدتي زده کړې کړې دي.

د ننګرهار د پوځي اکاډمۍ مرستیال  رحمت الله لغمانی وايي چې ډېر ژر به د افغانستان په ختیځ کې ټول سرتېري مسلکي شي.

په ورته وخت کې په هلمند کې هم ۳۸ پوځیانو پوځي او فکري زده کړې بشپړې کړې او فراغت لیکونه یې ترلاسه کړل.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته