کابل، د زمري ۴ مه، باختر
د ګرجستان یوه تبعه پرون هرات کې مسلمان شو.
هغه وايي چې د اسلام دین په اړه له څېړنې وروسته مسلمان شوی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې، هغه پرون په اسلام قلعه پوله کې د اسلام قلعې کمېسارۍ د مسوولینو په شتون د «طیبه کلمه» ولوسته او د اسلام په دین مشرف شو.
ع