کابل / د وري ۱۷ مه /باختر
د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
د هرات د امنیې قومندانۍ یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د بېلابېلو عملیاتو په پایله کې د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
ن/ر