خبرونهاقتصاد

په هرات کې شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د کب ۲۲مه، باختر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په هرات کې د شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلو پراختیايي پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.
باختر آژانس ته د یاد وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «یو.ان.او.پي.اس» دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کهسان او زنده‌ جان ولسوالیو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷۹ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
په یادو پروژو کې د استنادي دېوالونو جوړول، پر فرعي سړکونو جغل اچول، د پلچکونو جوړول او د اوبو کانالونو پاکول شامل دي.
ویل شوي چې د یادو پروژو د پلي کولو په بهیر کې، سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته