خبرونهټولنه

په هرات کې زلزله ځپلو ته ۱۱۰ کورونه جوړ شول

 کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د زلزلې ځپلو کورنیو ته د هستوګنې ۱۱۰ کورونه جوړ او ورکړل شول.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي احمدالله متقي وايي، چې له دې١١٠ کورونو څخه چې چارې یې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوې وې ۵۰ کورونه په احمد اباد کلي او ٦٠ کورونه په بغرچر کلي کې جوړ او زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شول.

متقي زیاته کړه چې اوسمهال د هرات په زلزله ځپلو سيمو کې د ٣٦٦٣ کورونو د جوړولو کار روان دى چې له ډلې یې د ډېرو کورونو د جوړولو کار ٨٠ سلنه بشپړ شوى دى.

د هرات د علماوو شورا مشر مولوي محمد بشر حليمي وايي، د دولت له لوري جوړ شوي کورونه د يوه پلان له مخې جوړېږي، خو د بنسټونو او سوداګرو له خوا جوړ شوي کورونه د بېلابېلو پلانونو له مخې جوړېږي.

هغه وویل چې اوسمهال په ۱۰۰ کلیو کې د کورونو د جوړولو کار روان او دوی یې وخت پر وخت څارنه کوي.

ورته مهال هغه کورنۍ چې کورونه ورته سپارل شوي د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وايي چې هر څه چې ورته اړتیا وه د اسلامي امارت لخوا ورته چمتو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته