خبرونهامنیتTOP

په هرات کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۶۳۵ پولیس فارغ شول

کابل، د مرغومې ۸ مه، باختر
د لوېدیځ زون د اسلامي پولیسو له رونیز مرکز څخه په ۱۱ دوره کې ۶۳۵ پولیس فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.
په دغو مراسمو کې کورنیو چارو وزارت د نظامي چارو مرستیال پاسوال شیخ نظر محمد شینواري د اسلامي امارت هغو زړورو پولیسو ته چې په دې دوره کې فارغ شوي دي د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په ښو اخلاقو او د خلکو سره په ښه چلند یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د هرات ولایت مرستیال والي مهاجر فراهي د اسلامي پولیسو د فراغت په مراسمو کې له خلکو سره پر ښه چلند د ټینګار ترڅنګ وویل چې هېوادوالو ته د امنیت تامین د نظام له مکلفیتونو څخه دی او اسلامي امارت دغه مکلفیت په ښه توګه ادا کړی دی.
د هرات د ګذرګاه جومات خطیب شیخ فضل الرحمن انصاري هم د اسلامي امارت د ځواکونو تر ټولو قوي وسله د دوی تقوا وګڼله او د همدې وسلې په ساتنه یې ټینګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته