امنیت

په هرات کې دطالبانو يو قوماندان ونيول شو .

په هرات کې دطالبانويو قوماندان پرون له دوو تنو وسله والو کسانو سره دپوليسو له خوا ونيول شو .

 دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيد اقا ثاقب له خولې دباخترداطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې  نيول شوى سړى  په ډاکتر عبدالرحمن مشهورو او له خپلو دوو تنو ملګرو سره دهرات ښار داستوګنې په يوکور کې نيول شوي دي .

 خبرځاى زياته کړه نيول شوى سړى  دهرات په لويديځ کې  دياغيانو قوماندانۍ په غاړه درلوده چې په زياترو  ناامنيو تښتونو ، دموسسو دکاروانونوپه لوټولو او په ځانمرګو بريدونو اوچاودنوکې يې  لاس درلود

 خبرځاى زياته کړه کله چې دغه سړى  غوښتل وتښتې له خپلو زامنو او پناه ورکوونکي شخص سره دپوليسو له خوا ونيول شو .

 ويل کيږي دغه سړى له څه مودي  راپديخوا دپوليسو تر څارنې لاندې و  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته