امنیت

په هرات ولايت کي درې تنه ماين ايښودونکي ونيول شول

دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون درې تنه دماين ايښودلو په تور ونيول .

 دهرات ولايت امنيه قوماندان ددې خبر په تائيدولوسره دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کسان داقادل  ،عبدالقدير او خداداد په نومونو دچشت شريف  ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي چې ددغه ولايت په مربوطاتوکې په ماين ايښودلو او په ځانمرګي بريدونوکې يې لاس درلود .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  له دغو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي . 

 ديوبل خبر له مخې دهرات ولايت پوليسو دعملياتو په ترڅ کې يو تن دانسان تښتونکو له منګولو څخه خوشي او يو تن انسان تښتونکي  يي ونيوه .

  ويل کيږي دغه سړى اته مياشتې مخکې داوبه  ولسوالۍ دکاريز  تلخ دکلي داوبو بريښنا دبند دپروژي سرپرست تښتولي و پرون دپوليسو له خوا ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته