خبرونهامنیت

په نیمروز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۶ تنه نیول شوي

کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر
د نیمروز امنیتي چارواکي د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۶ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي عبدالعزيز مغفور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه کسان په زرنج ښار کې نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
هېره دې نه وي چې نن سهار هم په زرنج ښار کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تور ۶ کسان نیول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته