کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دښوونکو ښارګوټي پرانستل شو .
په دې ښارګوټي کې دننګرهار ولايت دښوونځيو په څه دپاسه يوزرو دوه تنو ښوونکو دځمکې نمرې وويشلې شوې .
دغه ښارګوټي دننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته څيرمه دبهسودو په ولسوالۍ کې دپنځه سوه جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى .
دننګرهار ولايت مستوفى عبدالله رقيبي ددغه ښارګوټي د پرانستلو په مراسمو کې وويل چې په دغه ښارګوټي کې تراوسه په يوزرو دوه سوه شپاړلسو تنوښوونکو دځمکې نمرې ويشلې شوې دي .
ده وويل چې ټاکل شوې ده دننګرهار ولايت دښار جوړولو دچارو رياست دغه ښارګوټي ته ښاري خدمتونه وړاندې کړي .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت درسنيو دفتر وايي چې په دغه ښارګوټي کې دسړک ، کاناليزاسيون ، اوبو بريښنا ، روغتون ، ښوونځي او جومات په ګډون ټولې ښاري اړتياوې په پام کې نيول شوي دي .
په خبر کې زياته شوې ده چې په ننګرهار کې نورو ښوونکو ته دزياتو ښارګوټو دجوړولولپاره هلې ځلې دوام لري .
ختم-عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل