کابل، د غوايي ۱۰ مه، باختر
په ننګرهار کې د پوځي عملياتو په بهيرکې یو شمېر سپکې او درندې وسلې کشف او ظبط شوې دي.
دغه وسلې د وروستيو لسو وروځو په بهير کې د دور بابا، دره نور، پچيراوګام، سره رود او د مهمند درې له ولسواليو څخه د ننګرهار د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ترلاسه شوې دي.
د ننګرهار د استخباراتو يوې سرچېنې باختراژانس ته وويل: دوى بريالي شوي چې په دغو عملياتو کې په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه کړي.
په دغو وسلو او مهماتو کې د توغندي ويشتونکي، دهاوان ماينونه، کلاشينکوفونه، تومانچې او يوشمير پوځي تجيهزات شته. په دې اړوند يو تن هم نيول شوى دى.
د ننګرهار د استخباراتو مسوولين وايي چې د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره له غيرمسوولو وسله والو کسانو او د داعش له افرادو څخه د وسلو راټولولو لپاره هڅې کوي.
\ ذ