خبرونهاقتصادټولنه

په ننګرهار کې د ۶۶ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو ۲۲ کوچني بندونه جوړېږي

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
د ننګهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د ۶۶ میليونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۲۲ کوچنیو بندونه د جوړولو چارې نن رسماً له کوټ ولسوالۍ څخه پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې د کوټ ولسوالۍ مترانو په کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کوچني بند د جوړولو چارې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو او ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
په مراسمو کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وویل چې له خپلې داخلي بودجې څخه د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو چیکډیمونو جوړولو چارې له کوټ ولسوالۍ څخه پیل شوې چې په دې یوې پروژې ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په یوه میاشت کې بشپړې شي.
هغه وویل د دغو بندونو د جوړولو هدف د باراني اوبو زېرمه کول دي، چې له یوې خوا به کروندو ته اوبه برابرې او له بلې خوا به د ځمکې لاندې د اوبو د کمښت مخه ونیول شي.
ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو رئیس مولوي معاذالله عادل وویل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د هېواد په ۴۲۲ ولسوالیو کې له داخلي بودجې څخه د چیک ډیمونو جوړولو حکم شوی، چې د یاد حکم د تطبیق لپاره اوس د ننګرهار په ګډون لسو هغو ولایتونو ته، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه یې ډېره په کمېدو وي لومړيتوب ورکړل شوی او په همدې موخه مو نن په ننکرهار کې یاده پروسه پیل کړه.
په مراسمو کې د کوټ ولسوال مولوي حمزه فاتح او څو تنو نورو قومي مشرانو وویل؛ دا چې وچکالي یوه نړیواله ستونزه ده، خو د افغانانو دا ارمان دی، چې په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو بندونه جوړ شي او په دې برخه کې له امیرالمؤمنین حفظه الله او نورو مشرانو څخه مننه کوو، چې په تېرو څلورو لسیزو کې افغانان له نورو ستونزو لیدلو سربېره له وچکالۍ سره مخ شوي او مشران ورته د اوبو زېرمه کولو چیکډیمونه جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته