کابل / د وري ۱۱ مه / باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې په چپرهار ولسوالۍ کې یې د جنګي وسایلو ډيپو کشف کړې ده.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو یاده ډيپو د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف کړې له یادې ډيپو څخه یو اندازه سپک او درانده جنګي وسایل، مهمات او پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
ع