کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر
د وړاندې شوي شمېرنوله مخې، سږکال د ننګرهار د املوکو له بڼونو څخه ٢٢٠٠ ټڼه املوک ترلاسه شوي دي.
په داسې حال کې چې دغه شمېرتېرکال ٢٠٠٠ ټنه و.
په ننګرهار کې د املوکو په سلګونو بڼونه شتون لري چې زياتره يې د کامې ،کوز کونړ، بټې کوټ، بهسودو، سره رود اودره نور کې موقعيت لري.
دننګرهار دکرنې اواوبو لګولودرياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې سږکال د ننګرهارله فارمونو څخه ٢٢٠٠ ټنه املوک ترلاسه شوي دي چې د تېرکال په نسبت دوه سوه ټنه زياتوالي ښيي.
په ننګرهار کې ٢٤ډوله املوک شته چې هره يوه يې ځانګړي خوند لري.
د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو د رياست مسوولين وايي چې د سلګونو نويو بڼونو په جوړولو او د نوي کرکيلې په باب بزګرانوته د پوهاوى د ورکولوله لارې هلې ځلې کوي چې په راتلونکې کال کې په دغه ولايت کې د املوکوحاصلات نور هم زيات شي.
د ننګرهار املوک په ښه خوند او لوړ کيفيت سره په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې شهرت لري .
د کرونا ويروس په بحران کې نړيوالو بازارونوته د افغانستان د املوکو د صادراتوبهير بند شوى دى او اوس د ننګرهار املوک يواځې په کورنيو بازارونوکې پلورل کېږي.
ختم_ ج _اکرم