کابل باختر د لړم شپږمه :
وسله والو طالبانو په پاى کې دننګرهار ولايت دبريښنا شرکت ديارلس تنه فني کارکوونکي ازاد کړل .
دغه کارکوونکي کابو اته ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له خوا په دغه ختيځ ولايت کې تښتول شوي وو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دبريښنا شرکت دغه فني کارکوونکي دسيمه ئيزو مسوولينو په هلوځلو او دقومي مشرانو په منځګړيتوب دوسله الو طالبانو له خوا ازادشول .
ازاد شوي کسان خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي .
ختم- ف_ اکرم