کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغوجګړه مارانو نن سهار دلعل پورې ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت بريدوشو چې په تروريستي فعاليتونوبوخت و .
دننګرهار ولايت دلعل پورې ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ