کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر
په ننګرهار کې د استوګنې پر یو کور د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله یوه ښځه ووژل شوه او څه ناڅه ۶ تنه نور ټپیان شول.
دغه پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو پر یوې سيمې برید وکړ.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغې هاوان ګولۍ د لګېدو په پایله کې یوه ښځه ووژل شوه او د دوو نارینه و په ګډون ۴ تنه نور ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع