نړۍ

په ليبيا کې دمهماتو په يوه ډيپو کې چاودنه

په ليبيا کې دمهماتو په يوه  ډيپوکې  دچاودنې له امله  څه ناڅه لس تنه ووژل شول.

دالمان خبري اژانس دسه شنبې په شپه په ليبيا کې ديوپوځي خبرځاى له خولې وويل  دغه چاودنه ددوشنبې په ورځ دليبيا په پايتخت طرابلس کې شوې ده .

درارسيدلو خبرونوله مخې څلور تنه  غيرليبيايې افريقايي اتباع ددغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي .،

دملګروملتودسازمان مقاماتو تل دليبيا دلنډمهالي اداري واکمنانوته خبرداري ورکړى دى چې په دغه هيواد کې دمهماتو  ځينې ډيپوګانې خوندې نه دي . او آن يوه  زياته اندازه وسلې ددغو ډيپوګانوله لاري له دغه هيواد څخه بهر ته قاچاق کيږي .

له بلي خوا دليبيا لنډ مهال دولت هم  ژمنه کړې ده چې ددسمبر دمياشتې ترپاى پورې دليبيا پايتخت طرابلس ښار له وسلو اومهماتو څخه پاک کړي .

پخوا دلړم په مياشت کې هم دليبيا دولت امرکړى و چې درندې وسلې له طرابلس څخه نورو سيمو ته وليږدول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته