ټولنه

په لوګر ولايت کې له يو شمير بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه

په لوګر ولايت کې په يو زرو پنځه سوه بي وزلو کورنيو باندې خوراکي توکي  او ژمني جامي  وويشل شوي .

 دلوګر دولايت ويندوى ويلي دي  په دغو مرستو کې غنم ،  غوړي او ښځينه او د ماشومانو ژمني جامي شته  چې دمهاجرينو دراستنولو دچارو داداري له خوا  د يو ان اچ سي ار  دساحوي دفتر په مرسته شوي دي . او دهيئت تر نظر لاندې دلوګر ولايت  دمرکز او  څرخ په ولسوالۍ کې  د قلعه وزير د مهاجرينو په ښارګوټې  کې  په راستنو شويو  مهاجرينو ته او بي ځايه شويو باندې ويشل شوي دي .

    دلوګر ولايت ويندوى وايي ټاکل شوې ده  په نږدي راتلونکي کې په مرکز او په دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې  په اته زره  بې وزلو او مستحقو کورنيو باندې هم  خوراکي توکي او جامي  وويشل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته