کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر
د لغمان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
د دغه ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل چې د قرغیو ولسوالۍ قلعه ملک کلي کې د ۲.۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو ترانسفارمر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې پر مټ یې ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کورنیو د برېښنا د نشتوالي ستونزې د حل په موخه دې ته ورته ترانسفارمر ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.