خبرونهورزش

په لغمان کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز حيدر خان بابا کلي کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د يادو سياليو لومړۍ لوبه د اتحاد ځوانانو او حيدر خان بابا ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه اتحاد ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۷۴ منډو هدف کېښود، حيدر خان بابا ځوانانو لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۲۶ منډو په توپير اتحاد ځوانانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ چې ۲۱ ورځې به دوام وکړي، موخه يې له نظام څخه ملاتړ او د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته