خبرونهامنیتTOP

په لغمان کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمان وروسته د کوکنارو کښت نه دی شوی

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر

د لغمان مرکز او ولسوالیو کې بزګران وایي چې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله له فرمان وروسته یې سږکال د کوکنارو کښت نه دی کړی.

دوی وایي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ورته د کوکنارو بدیل کښت چې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې دي ورکړل شوې دي.

ورته مهال د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین هم وایي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان مو مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته رسولی دی، هغوی ته مو د کوکنارو د جرمونو اړوند معلومات ورکړي دي.

بل لور ته د پنځه ګونو ولسوالیو مسوولین هم وایي چې د کوکنارو د کښت په تړاو یې له ولسونو سره ناستې کړي او اجازه نه ورکوو چې د کوکنارو کښت وکړي.

همداراز د کرنې ریاست مسؤلین بیا وایي چې سږکال یې ۸۲۵۰ هغو بزګرانو سره چې تېرکال یې کوکنار اړول شوي وو او سږکال یې نه دي کرلي، د سرې او اصلاح شوي تخمونو د مرستې ترڅنګ د نورو مهمو وسایلو مرسته کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته