خبرونهفرهنګ

په لسګونو ليکوالانو او شاعرانو په بغلان کې د يوې ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي دي

٢٥- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
په بغلان کې په روان کال کې ١٣ علمي اوادبي اثار چاپ شوي دي.
د بغلان د شاعرانو او ليکوالانو د ازادې ټولنې مسوول ډاکتر احمد شکيب بزرګ اميد د باختراژانس خبريال ته وويل چې په روان کال کې د بغلان د شاعرانو او ليکوالانو ازادې ټولنې د دغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست په همغږى ١٣ علمي اوادبي اثارو مخکتنه کړې ده .
هغه زياته کړه چې شب خون د اذرخش اثر او د استاد سيدکاظم فاضل طنزي اثر فرض او سنت دوه نوي ادبي اثار دي چې په وروستيو ورځوکې چاپ او مخکتنه شوي دي .
ډاکتر بزرګ اميد د بغلان د شاعرانو، ليکوالانو د سمون په خاطر د شاعرانو او ليکوالانو د ټولنې جوړول ارزښتناک وباله او زياته يې کړه دغه ټولنه د نورو فرهنګي کارونو ترڅنګ نويو شاعرانو ته د شعري وزنونو په اړه يوه درسي خونه هم جوړه کړې ده .
د بغلان د ليکوالانو او شاعرانو ازاده ټولنه له يو کال راپديخوا زيات فعاليتونه کړي دي او تراوسه ١٠٠ شاعرانو او ليکوالانو د دغې ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي دي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته