کابل، د مرغومې ۱۶ مه، باختر
په فراه ولایت کې د هېواد د شپږو زونونو د اتلانو ترمنځ د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ دویم پړاو ته د لار موندنې سيالۍ د دې ولايت د ملي سوداګر او باران رحمت خيريه بنسټ د بنسټګر عبدالحمید شريفي په مالي لګښت او د سپورټ او بدني روزنې آمريت پر ملاتړ په داسې حال کې پيل شوې، چې د فراه مرستيال والي مولوي عبدالکریم جهاديار، د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر او نورو مسولینو او د فوټبال مینه والو ګدون درلود.
د يادو سياليو د پرانيستې پر مهال د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئيس محمد یوسف کارګر له باختر خبري آژانس سره په ځانګړو خبرو کې د دې سياليو په ترسره کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د لومړي ځل لپاره د فراه ولایت په کوربتوب د هېواد د شپږو زونونو د هغو اتلانو ترمنځ، چې مخکې ټاکل شوي او د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ دویم پړاو ته لار مومي.
نوموړی وایي، چې دغه سیالۍ د سپورټ د مينوالو د خوشحالۍ، د هېوادوالو ترمنځ د يووالي او د فوټبال لوبې د لا پرمختګ سبب ګرځي.
بل خوا د باران رحمت خيريه بنسټ استازي او د سياليو مديريت کوونکي فاروق بارکزي بيا وويل:«يادې سيالۍ د فراه ولایت په کوربتوب د باران رحمت خيريه بنسټ د بنسټګر عبدالحمید شريفي په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۰ ورځو په موده کې ترسره کېږي، چې اتل او نايب اتل ټيمونه به يې د افغانستان اتلانو ليګ ته لاره ومومي».