خبرونهاقتصاد

په فاریاب کې د ۵ کانالونو د جوړولو کار پیل شو

کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په مرکز کې د ۵ کانالونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانالونه د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ جوړېږي چې هره ورځ په کې ۱۰۰ کسان کار کوي چې د ۲۰ کاري ورځو په ترڅ کې به ۱۰۰ ډالر ورکړل شي.

د دغو کانالونو د جوړولو موخه د کرنیزو اوبو مدیریت، د اوبو د ضایعات مخنیوی او د اوبولګولو سېستم پیاوړتیا ښودل شوې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته