کابل/ د کب ١١ مه / باختر
د ترکیې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ او د فاریاب د سرې مياشتې ادارې په همکارۍ په دغه ولايت کې پر۳۰۰ اړو کورنیو خوراکي او ژمنۍ جامې وويشل شوې.
د فارياب د والي وياند حميد الدين ذبير د باختراژانس خبريال ته وويل؛ دغه کورنۍ پخوا سروې شوې وې او نن پرې اوړه، غوړي، لوبيا، نخود، بوره او ژمنۍ جامې وويشل شوې.
د فارياب د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رييس الحاج سيف الدين جهادي له یادې موسسې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
د يوبل خبرله مخې: د “داکار” موسسې د کندز د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ په چهاردرې ولسوالۍ کې پر ٤٠٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.