کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د وسله والو طالببنو دوه پتنځي تېره شپه د فارياب په دولت آباد او شيرين تګاب ولسواليو د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ويجاړ کړاى شول.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ نور يې ټپيان شول.
هغه زیاته کړه چې په بريدونو کې دغه راز د طالبانو دوه موټر چې جنګي وسايل پکې وو، هم له منځه یوړل شول.
ختم-ج –اکرم