کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د غور د امنیې قومندانۍ مسوولین د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته وویل چې په شهرک ولسوالۍ کې یې ۸۶ کیلوګرامه اېف ډوله نشه يي توکي د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال نیولي دي.
د مسوولینو په وینا په دې تړاو ۳ تنه نیول شوي چې دوسیې به یې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.