خبرونهامنیت

په غور کې د غیرقانوني ښکار په تړاو ۸ تنه ونیول شول

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
د غور امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې د حیواناتو د غیرقانوني ښکار په تړاو ۸ تنه نیولي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان په شهرک ولسوالۍ کې د غره د حیواناتو او الوتونکو د ښکار په تړاو نیول شوي دي.
بدري زیاته کړه چې د اسلامي امارت له لوري د حیواناتو او الوتونکو هر ډول ښکار بند کړی او چاته به اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې د غره حیوانات او الوتونکي ښکار کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د غیرقانوني ښکار په تړاو ګڼ شمېر کسان نیول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته