خبرونهامنیت

په غور کې د غیرقانوني ښکار په تړاو ۱۸ تنه ونیول شول

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر

د غور امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې د حیواناتو د غیرقانوني ښکار په تړاو ۱۸ تنه نیولي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان په تیوره ولسوالۍ کې د غره د حیواناتو او الوتونکو د ښکار په تړاو نیول شوي دي.

بدري زیاته کړه چې د اسلامي امارت له لوري د حیواناتو او الوتونکو هر ډول ښکار بند کړی او چاته به اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې د غره حیوانات او الوتونکي ښکار کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د غیرقانوني ښکار په تړاو ۸ تنه نیول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته