امنیت

په غورکې د يوې بهرنۍ موسسې درې تنه افغان کارکوونکي شهيدان شول

غور/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
په غور ولايت کې پرون د  سي آر اس موسسې درې تنه افغان کارکوونکي د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا شهيدان شول.
د غور امنيه قوماندان محمداقبال نظامي باختر آژانس ته وويل چې د دغې موسسې کارکوونکي د فيروزکوه ښار په کابلک سيمه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا  شهيدان شول.
په دې پيښه کې  د دغې موسسې دوه تنه نور کارکوونکي ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته